روزنامه ملی انیس

احمد وحید ویس د افغان پُست رئیس:   سږ کال د افغان پُست ریاست په دووه ربعو کې ۳۷۲ میلیونه افغانی عواید لاسته راوړی دی

د افغان پُست رئیس احمد وحید ویس دمرکی په پیل کې دخپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله وویل:

حکومت په تیرو ۱۷ کلونو کې د افغان پُست اداری ته انکشافی بودجه نه وه منظور کړی. زمونږ دکوښښونو په نتیجه کې سږ کال حکومت د افغان پُست اداری ته ۸۰۰۰۰۰ ډالر انکشافی بودجه منظور کړه چې دا زمونږ د اداری لپآره ښه لاسته راوړنه ده. پدی ډالرو باندی مونږ مهندسی، دیزاین او مرکز دسورتینګ دپُست لپاره په حضوری چمن کې تهداب ګزاری کړ، بل دپُست بکسونو نصبول په مرکز دمخابراتو کې، کال سنتر، دمرکزی پُسته خانی او نورو پُسته خانو بیارغاونه. بل زیاترو دولتی ادارو له مونږ څخه یې شکایت درلود درسمی مراسلاتو په برخه کې، مونږ ددی ستونزی د رفع کولو په منظور یوسیستم جوړ کړ چې وروسته له دی هره اداره او ارګان به وکولای شی خپل مراسلات، مکتوبونه او خپلی دوسیی تعقیب کړی چې چیرته دی. چې دا بنیادی تهداب ګزاری دراتلونکو کلونو دپاره ده. بل مو سږکال له اترا، اداری سره یو قرار داد لاسلیک کړ چې دوی ۷۰۰۰۰۰۰ افغانی زمونږ لپاره په ۱۳۹۷ کال کې منظور کړی دی چې هم سیسټمونه او پرو پوزلونه ورته ورکړو او هم بخش د آی تی او تجهیزات ورکړو خو سږ کال یوازی په مرکز کې زمونږ ۲۰ پُسته خانی یو تربله دنوری فایبر په وسله سره وصل کړو بل په ۱۳۹۸ کال کې ولایتونه له مرکز سره ونښلوو.

پوښتنه: تاسو په روان مالی کال کې د افغان پُست دخدمتونو څخه څومره عواید لاسته راوړی دی او دتیر کال په پرتله په عواید وکې موڅو سلنه زیاتوالی راغلی ده کنه؟

ځواب: همدا، اوس خو مونږ دکال په دریمه ربع کې قرار لرو. خوبیاهم ویلی شم مونږ په تیر یو کلن مالی کال کې ۸۰۰ میلیونه افغانی عواید درلود. خو دسږ کال په دوه ربعو کې مونږ ۳۷۲ میلیونه افغانی عواید لاسته راوړی دی چې دتیرکال د دوه ربعو په پرتله ۵۸۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

احمد وحید ویس دپُسټ د انتقالاتی خدمتونو په اړه وویل: سږ کال مونږ، اترا، ترکش، آریانا او له کام ایرشرکتونو سره قرار دادونه امضا کړی چې کام ایر شرکت زمونږ په کور دننه او بهرته دپُستی خدماتو انتقالات کوی همدارنګه سږکال مونږ دترانسپورت له وزارت سره هم قرار داد لاسلیک کړ چې د دوی
له طریقه هغه شرکتونه چې دترانسپورت
 له وزارت سره رسماً ثبت او راجستر دی زمونږ پُستی خدمات له مرکزڅخه ولایتونو ته انتقال کړی. بل مونږ پدی لټه کې یو چې دپُست لپاره مالی پلان جوړ کړو چې څرنګه وکولای شو او له کومې شیوی څخه استفاده وکړو ځکه همدا، اوس په ټوله نړی کې مونږ ۶۰۰۰۰۰۰ مهاجر لرو چې دوی دمونو ګرام او یونین د سیستمونو څخه استفاده کوی مګر د دوی څخه بهرنی ملکونه لوړ فیس اخلی که چیری مونږ دغه خدمات مالی پیل کړو داپه ټوله دنیا کې دپُستی خدماتو د انتقالاتو فیس رایج دی حال داچې مونږ د آی فیس عضویت هم ترلاسه کړی دی که چیری مونږ دنړی په ۱۹۲ هېوادو کې خدمات ولرو مونږ به د افغانستان دولت ته به مو لدی لاری ډیر عاید را ټول کړی وی او هم به مو خلکو ته داشتغال زمینه برابره کړی وی، بل د افغان پُست د ورځنیو خدمتونو دکار کیفیت لوړ شوی ده.

د افغان پُست رئیس زیاته کړه: مونږ د اصولو په اساس دری حقه لرو: داستانبول حق، د دهلی حق او د دوبی حق،مخکی می هم وویل چې مونږ له ترکش، آرلین، کام ایر او آریانا سره قرار دادونه لرو چې پخوا به زمونږ پُستی او مراسلات بهرته په ۱۰ ورځو کې رسیدل او مشتریانو به شکایت درلود اوس زمونږ پُستی خدمات په ۵ ورځو کې ډیر لری ملکونوته رسیږی او زمونږ مشتریان اوس ډیر رضایت لری بل مونږ دیو نوی سیستم په رامنځته کولو سره مشتریانو ته د آرلین، شافین له لاری زنګ وهل کیږی چې همزمان مشتری ګمرکاتوته مراجعه وکړی او خپل پارسل ترلاسه کړی.

نوموړی وویل: مونږ له ګمرکاتو سره یو مشکل لرو هغه داده چې دبین المللی قوانینو په رڼا کې هر پارسل یا بسته کوچک او تحفی چې له بهر څخه افغانستان ته راځی که دهر واحد قیمت یې تر ۲۵ زره افغانیو پوری وی کمرګات دمالیی داخستلو حق لری حال داچې دګمرکاتو اداره حتا له هغی تحفی څخه چې قیمت یې ۵۰۰۰ افغانی هم وی ګمرګی مالیات اخلی. کله داسی هم واقع شوی دی هغه تحفی چې له امریکا او اروپا څخه افغانستان ته راغلی دی چې مالی ارزښت یې خورا ډیر لږ خو معنوی ارزښت لری دوی دخپلو تحفو داخستلو څخه دګمرکی مالیی له کبله منصرف شوی دی ددی ستونزی دحل لاره یو تفاهم ته اړتیا لری چې ګمرکات یې ومنی ترڅو مشتریانو ته سهولتونه رامنځته شی. بل سهولت که موپه روان کال کې مشتریانوته رامنځته کړی دی هغه په څلورم مکروریان کې دپُست بکسونو نصبول دی البته په امتحانی توګه چې په راتلونکی کې پاسپورت، دبرښنا بل، تجارتی اعلانونه، کورنۍ او بین المللی مراسلات کولای شو دهر شهروند دکور دروازی ته ور ورسوو. پدی اړه موله حکومت سره موضوع مطرح کړی ده خو دایوه لویه بودجه غواړی. باید ووایم چې په تیر کال کې مو دبرښنا له شرکت سره موناسته وکړه اوتری ومی غوښتل چې د دوی دبرښنا د بیلونو درسولو په هکله قرار داد سره امضا کړو خو لاتراوسه یې مونږ ته مثبت اویا منفی ځواب نده راکړی حال داچې دبرښنا شرکت همدا اوس ۵۶۰۰۰۰– مشترکین لری حال داچې دوی نشی کولای په خپل وخت سره مشترکینوته خپل بیلونه ورسوی او مونږ دا، امکانات لرو غواړو لدی لاری خلکوته دکار زمینه هم برابره شی. ترڅو خلک هم یومړی حلاله ډوډی په لاس راوړی بیا کابل ښاروالی هم دیته حاضره نشوه چې دپُست بکسونو په نصبولو کې له مونږ سره همکاری وکړی غوښتنه یې داوه چې دهر پسټ بکس په نصبولو سره دوی ته فیصدی ورکړو چې داغوښتنه زمونږ لپاره دمنلو وړ نه وه.

احمد وحید ویس وویل: مونږ په ۱۳۹۶ کال کې یوازی په کابل کې دخپلو پُسته خانو له لاری دخلکو پاسپورټونه رسول خو د روان کال په پیل کې مو دهېواد په ۳۳ ولایتونو کې مو د دوه نمایندګیو په خلاصولو سره نارینوته جلا او ښځینوو ته په جلا توګه پاسپورټونه توزیع کوو خو خلکو زمونږ له دی خدماتو څخه استقبال کړی یو. باید وویل شی چې اوس مونږ په ټول هېواد کې ۴۶۴ پُسته خانی لرو او ۳۱۰ تنه تشکیل لرو چې دا تشکیل د ډاکتر نجیب الله په وخت کې جوړ شوی دی چې په هغه وخت کې ۲۰۰۰۰۰ خلک په کابل کې هستو ګن وه اوس په کابل کې ۷ میلیونه نفوس ژوند کوی لازمه ده چې د افغان پُست تشکیل و ارزول شی او زیاتوالی په کې راشی ترڅو مونږ وکولای شو خلکو ته په زړه پوری خدمات عرضه کړو او دولت ته ښه عواید را ټول کړو.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید