روزنامه ملی انیس

اجراییه رئیس: د بانکونو ستونزې او وړاندیزونه دې جدی ونیول شی

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې د خصوصی بانکونو د ستونزو، د امنیتی تدابیرو لپاره د لوړو لګښتونو کمولو او د بانکونو د خوندی کولو لپاره ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې لومړی د افغانستان بانک مسؤلانو د خصوصی بانکونو د امنیتی لګښتونو او د بانکونو عملیاتی لګښتونو په اړه د هېواد اجرائیه رئیس ته رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې د ۱۳۹۷ مالی کال کې پر ټولو د امنیتی تدابیرو له اړخه یوسلو شپاړلس عشاریه درې میلیارده افغانۍ لکښت راغلی دی.

سرتېرو ته په وخت د یونیفورم او وسایلو نه ورکول، دلازمو تمریناتو نه شتون او نور د عامه محافظت
د تصدۍ له ستونزو څخه و چې له بانکونو څخه یې په وخت د پیسې اخیستل کېدې.

هغوی غوښتنه وکړه جې دې ستونزو ته دې پاملرنه وشی او پر بانکونو دې لګښتونه راکم شی.د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د افغانستان اوسنیو امنیتی حالاتو ته په کتو باید د محافظت عامه تصدۍ اړوند پولیسو وضعیت ته دې اساسی پام وشی.  ‎اجراییه رئیس په معیاری او مسلکی ‌‌‌‌‌‌ډول د سرتېرو په روزلو د ټینکار تر څنګ وویل چې د بانکونو ستونزې او وړاندیزونه دې جدی ونیول شی. ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې د سرتېرو لباسونه باید د یوه منظم سټندرد له مخې په لوړ کیفیت جوړ او د تصدۍ اړوندو پولیسو په اختیار کې ورکړل شی.

اجرائیه رئیس وویل، چې د تصدۍ د ستونزو د حل لپاره دې د تصدۍ عالی شورا ناسته وکړی او په ټولو مواردو دی بحثونه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید