روزنامه ملی انیس

اجرائیه رئیس: کورنۍ او نړیوالې ادارې دې په همغږۍ له بې ځایه شویو کورنیو سره اړینې مرستې وکړی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو اجرایوی کمېټې پرون له غرمۍ وروسته خپله ناسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی وویل، چې له نړیوالو او کورنیو ادارو سره یې کډوالو  راستنېدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو ته د رسیدګۍ لپاره د ښې همغږۍ د رامنځته کپه پار یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړی دی.

بلخی زیاته کړه، چې ډېری کورنۍ ادارې د اړتیا پرمهال له نړیوالو ادارو سره د همغږۍ په برخه کې ستونزې لری؛ نو له همدې امله د دې میکانیزم جوړېدو ته ضرورت و چې په پلی کېدو سره به یې دا ستونزه ختمه شی.

د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، چې د هرات، کابل، فراه او بادغیس ولایتونو کېکورنیو بې‎ځایه شویو ته د رسېدګۍ او ورسره د مرستو لپاره ۱۴۰ میلیونه افغانۍ وړاندیز شوی، څو د هغوی ستونزې راکمې کړی.

همدارنګه ښاغلی بلخی وویل، چې له ۵۰۰ کورنیو څخه ډېرې کورنۍ بېرته خپل اصلی مېنو ته ستانه شوی دی. هغه وویل، چې د مالیې وزارت لخوا هغو کورنیو ته چې بېرته خپل اصلی استوګن ځای ته ستنېږی د لارې د ترانسپورت او نقدې پیسی د اولیه ضرورتو لپاره ورکول کېږی .

غونډې ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر وویل، چې د بې ځایه شوی کورنیو لپاره په بادغیس ولایت کې د موقتو ځمکو د وېش په طرزالعمل هم خبرې وکړې او ویی ویل، چې بې ځایه شوی کورنیو لپاره منظم ځای په نظر کې نیول شوی چې کارونه یې په ښه شکل
 پر مخ روان دی .

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله‎عبدالله اړونده ادارو ته هدایت ورکړ، چې د هېواد ۵ ولایاتو کې له بېځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړی. اجرائیه رئیس وویل: هغه کورنۍ چې غواړی بېرته خپلو اصلی مېنو ته ستنې شی باید ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شی.

په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو ادارو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې ټولې دولتی او غیر دولتې ادارې باید په ګډه کار وکړی او د راستنېدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو لپاره دې سهولتونه رامنځته
کړی
.

د یادولو وړ ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۰۵۰۸۷ تنه کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوی او په کور دننه بیا په ۲۰۱۹ کال کې ۲۲۸۷۴۶ تنه بې ځایه شوی، چې ۳۹۶۹ تنه بېرته خپلو اصلی مېنو ته ور ګرځېدلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید