روزنامه ملی انیس

اجرائیه رئیس: په هرات، غور او بادغیس ولایاتو کې بې ځایه شوې کورنۍ اساسی مرستو ته اړتیا لری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ له پېښوسره د مبارزې عالی ادارې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د اجرائیه رئیس په هدایت د هرات بادغیس او غور ولایاتونو د بې ځایه شویو کورنیو د وضعیت ارزونې په موخه ټاکل شوی پلاوی، خپل رپوټ اجرائیه رئیس ته وړاندې وکړ.

هغوی وویل، چې په هرات کې ۱۱۹۵۴ کورنۍ له غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو څخه د جګړو او وچکالۍ له امله را بې ځایه شوی، چې له یوشمېر سره یې لومړنۍ مرستې هم شوی دی.

هغه وویل، چې له دغو کورنیو سره ۴۷۰۲ ټنه غنم، ۹۲ ټنه دحیواناتو د خوراکې او د ۴۵۶۸ خمېمو مرسته شوې؛ خو اړتیا ده چې نورې مرستې هم وشی.

همدارنګه بیا په بادغیس کې له ۱۸۴۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره د ۵۴۵۴ ټنه غنمو او ۹۱۱ ټنه حیوانی خوړو مرسته شوې چې یوشمېر کورنیو ته ۶۰۰۰ نقدی مرستې هم وېشل شوی دی.

خو په غور کې بیا ۳۲۶۰ تنه بېځایه شویو کورنیو سره د ۷۱۸۲ ټنه غنمو او ۶۰ ټنو حیوانی خوړو مرسته او له هرې کورنۍ سره د ۶زره افغانیو مرستې هم شوی دی.

د دې ترڅنګ د خوړو د نړیوال سازمان له لوری له ۱۸۰۰۰ کورنیو سره د اړو، غوړیو، دالو، مالګې او مغذی موادو مرستې وېشل شوی او له ۱۸۰۰۰ کورنیو سره دغه مرستې د وېشلو په حال کې دی.

د یادې ادارې د رپوټ له مخې د ژمی په رارسېدو او د وچکالۍ په پراخېدو سره په یادو دریو ولایاتو کې د بېځایه شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید ورسره مرستې وشی.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله اړونده ادارو ته هدایت ورکړ، چې په ولایاتو او مرکز کې خپل امکانات و ارزوی او هم له نړیوالو ادارو سره همغږی وشی، چې د هرات، بادغیس او غور ولایاتو له بېځایه شویو کورنیو سره چې په خورا بد وضعیت کې دی، اساسی او ژمنۍ مرستې وشی.

اجرائیه رئیس وویل، چې ټولې مرستې باید په پوره همغږۍ او اغېزمن ډول اړو کسانو ته ووېشل شی او هېڅ ډول غفلت په کې د منلو وړ نه دی.

اجرائیه رئیس دغه راز بې ځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د برابرولو هدایت هم ورکړ او ویې ویل، چې د وچکالۍ له امله په ځینو سیمو کې کرنیز محصولات ۵۰ سلنه را ښکته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید