روزنامه ملی انیس

اجرائیه رئیس: ټولې ادارې دې په خپلو پروګرامونو کې د فقر کمولو او تغذیې ته ځای ورکړی

د خوړو د امنیت او تغذیې ملی اجنډا کمېټې خپله ۱۱ مه ناسته د هېواد د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ پرون په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې د وزیرانو شورا د دارالانشاء عمومی رئیس او په افغانستان کې د خوړو د امنیت او تغذیې د ملی اجنډا همغږی کوونکی نصر الله ارسلایی په تېره یوه میاشت کې د یادې کمېټې د فعالیتونو او هڅو رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، د لومړی کال د کړنو ارزونې او د راتلونکې کال لپاره د پلان جوړونې لپاره یې دوه ورځنې ورکشاپ په بریالیتوب پای ته ورساوه.

هغه وویل، چې په دې ورکشاپ کې د بېلابېلو مرکزی او ولایتی ادارو او سازمانونو استازو برخه درلوده.

وروسته ارسلایی سمنګان، ډایکنډی او بغلان ولایاتو ته د خپل کاری سفر رپوټ وړاندې کړ، چې په وینا یې په یادو ولایتونو کې فقر، وچکالۍ، د کرنې زیانمن حالت  د خصوصی سکتور مشکلات او د کافی بودجی نه تشون هغه ستونزې دی چې په یادو ولایاتو کې یې غذایی امنیت ګواښلی او خلک یې له ستونزو سره مخ کړی دی.  ارسلایی په لیکلی ډول په یادو ولایتونو کې د غذایی امنیت د خوندیتوب او تغذیې په اړه وړاندیزونه هم د هېواد اجرائیه رئیس ته وسپارل.

د غونډې ګډونوالو د یادې کمېتې کارونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د بزګرانو اقتصادی انګیزې په نظر کې ونیول شی او هم د داسې بوټو تولید تشویق او حمایه شی چې د تغذیې په لحاظ یې ګټه زیاته وی.

دهېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خوړو امنیت تغذیې ملی اجنډا له غړو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د خوړو د کیفیت بهبود، د فعالو، لایقو او خوشحالو وګړو د شمیر د زیاتېدو سبب کیږی او په هره ټولنه کې چې داسې کسان زیات وی د هغې ټولنې اقتصادی او معنوی ترقی پرمختللې او ډاډمنه وی.

د هېواد اجرائیه رئیس زیاته کړه، د خوړو د کیفیت د بهترۍ لپاره دې دکرنې وزارت او نور اړونده ادارې دې داسې پروګرامونه پلی او پالیسۍ جوړې کړی، چې له یوې خوا د وچکالۍ اغېز راکم کړی او له بلې خوا یې د تغذیې له اړخه اغېزمنتیا ډېره وی.

اجرائیه رئیس وویل، چې افغان حکومت ژمن دی، چې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د ملی اجنډا د موخو او اهدافو د پلی کولو، د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د ښه والی، د لوږې د له منځه وړلو او د فقر د کمولو په لاره کې عملی او اغېزمن ګامونه اوچت کړی .

هغه وویل، ټولې ادارې دې په خپلو پروګرامونو کې تغذیې او د فقر کمولو ته ځای ورکړی او داسې پروګرامونه دې عملی کړی چې پر خلکو یې مستقیماً اغېز ډېر وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید