روزنامه ملی انیس

اجرائیه رئیس له مډال راوړونکیو سوک وهونکیو ستاینه وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ( چهارشنبه ورځ، د چنګاښ ۲۶مه په خپل کاری دفتر سپېدار ماڼۍ کې د سوک وهنې فدراسېون له مسؤلانو او له هغو اوو تنو لوبغاړو سره چې د سوک وهنې په بهرنیو ورزشی سیالیو کې له ګډون وروسته مډالونه ګټلی وو ولیدل.

لومړی د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون مشر ښاغلی عبدالله ستاری خبرې وکړې او ویې ویل  چې افغان لوبغاړو د روسیې په ماسکو ښار کې د سوک وهنې په ټورنمنټ کې له ګډون وروسته د دې ټورنمنټ چې د روسیې، بیلاروس، چیچن، داغستان او یوشمېر نورو هېوادونو ورزشکارانو په کې ګډون کړی و، د سرو او سپینو زرو مډالونه خپل کړل.

ښاغلی ستاری زیاته کړه، چې افغانستان له ډېرو کلونو ځنډ وروسته په دې ټورنمنټ کې ګډون وکړ او د نایب قهرمانۍ مقام یې خپل کړ.

هغه له اجرائیه رئیس څخه د مننې ترڅنګ چې تل یې د ورزشکارانو ملاتړ کړی او هغوی یې هڅولی د سوک وهنې فدارسیون ته د حکومت د پاملرنې او د ورزشکارانو د ستونزې د ختمولو غوښتنه
وکړه.

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سوک وهنې له لوبغاړو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په بهرنیو سیالیو کې په دغو بریاو او لاسته راوړنو مو د افغانستان ټولو وګړو ته خوښی وروبښله.

اجرائیه رئیس د سوک وهنې مډال راوړونکې قهرمانانو ته وویل:

 د افغانستان وضعیت ټولې نړۍ ته معلوم دی او تاسې له هغو هېوادونو څخه لوبه ګټلې چې هلته د لوبغاړو لپاره هر ډول اسانتیاوې شته؛ خو تاسو په تش لاس له هغوی مډالونه ګټلی او دا د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.

اجرائیه رئیس وویل، چې د ملی یووالی حکومت له خپلو ټولو شته امکاناتو سره سره له تاسې هر ډول ملاتړ کوی او له هغوی یې وغوښتل چې لوړ اهداف ولری او په ډاډ سره خپلو تمریناتو ته دوام ورکړی.

په پای کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله مډال راوړونکو ورزشکارانو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره د هغوی له هڅو ستاینه او قدردانی وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید