روزنامه ملی انیس

اجرائیه رئیس: له ماینونو څخه رامنځته کېدونکی تلفات ټکان ورکوونکی دی

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ماینونو د خطرونو د پوهاوی او د ماین پاکولو لپاره د مرستو نړیوالې ورځې نمانځ غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې لومړی له طبیعی پېښو سره د مبارزې په چارو کې ددولت وزیر نجیب آقا فهیم وینا وکړه او ویې ویل، چې د ماین پاکولو درې ورځنی پروګرام په پلی کولو سره غواړی، چې د کابل ښار ځینې سیمې د ماینونو او نا چاودو مهماتو پاکې کړی.

فهیم زیاته کړه، چې ۱۹ میلیون ناچاودلې مواد له افغان خاورې څخه پاک شوی او همدارنګه ۳۱۰۰ مایله سیمه په ټول هېواد کې له ماینونو پاکه شوې، خو لاهم ۱۷۰۰ مایله سیمه لا هم په ماینونو پوښل شوې ده.

فهیم وویل، چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ماین پاکولو له پروسې سره مالی همکاری زیاته کړی او هم دې د حکومت مشران د ماین پاکولو پروسې ته بودجه ځانګړې کړی.

هغه همدا راز وویل، چې اوس هم هره میاشت ماینونه په افغانستان کې ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوی.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ماین پاکوونکو او د هغوی له مالی تمویلوونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د خوښۍ خبر دا دی چې اتیا سلنه خاوره د افغانستان له ماینونو پاکه شوې؛ خو له بده مرغه چې لا هم شل سلنه خاوره کې د ماینونو ګواښ شته.

اجرائیه رئیس وویل، چې په افغانستان کې د ماینونو د زیان اړولو ارقام ټکان ورکوونکی او لا هم اوږده او خطرناکه لاره په مخکې لرو چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې افغانستان د ماینونو له ګواښ څخه په بشپړ ډول خلاص شی.

اجرائیه رئیس له ټولو همکارو نړیوالو ټولنو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ماین پاکولو هرې برنامې د ملی یووالی حکومت تقدیر کوی او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی .

همدارنګه د هېواد اجرائیه رئیس د امریکا متحده ایالات او نړیوالو ټولنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې یواځې امریکا هېواد د بشری مرستو برخه کې ۶۱ میلیون ډالر مرسته کوی.

اجرائیه رئیس په پای کې وویل، چې هیله مندی مو ډېره ده چې د سولې روانې خبرې نتیجه ورکړی او هغه سوله دې وشی چې افغانان یې غوښتونکی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید