روزنامه ملی انیس

اجرائیه رئیس د پشه یی قوم له مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د پشه یی قوم له یوشمېر مشرانو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

په دې ناسته کې د پشه قوم مشرانو په داسې حال کې چې په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجی حضرت علی هم شامل و، خپلې ستونزې بیان کړې او ویې ویل، چې دا مهال له سختو امنیتی ستونزو سره مخ دی. هغوی وویل، چې داعش اوس دره نور ولسوالۍ ته هم ور غځېدلی او اړتیا ده چې د دره نور او د کونړ ولسونه یې له شر څخه خلاص شی.

هغوی دغه راز تحصیلی بورسونوکې د پشه یی ځوانانو د استولو په دولتی جوړښتونو د کې د هغوی د استخدام او نورو غوښتنې هم وکړې.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاډ ورکړ، چې د دوی په غوښتنو به غور وکړی او اړونده ادارو ته یې د حل سپارښتنه وکړه. اجرائیه رئیس وویل، چې د کونړ او دره نور ولسوالۍ د امنیتی وضعیت د بهبود لپاره به اقدامات وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید