روزنامه ملی انیس

اجرائیه رئیس: حکومت د کلیوالی سیمو پراختیا ته ژمن دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د ولسوالانو ملی کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

اجرائیه رئیس په خپله وینا کې وویل، چې ولسوالان د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو لومړنی پل دی او دا پل چې هر څومره فعال وی هماغومره به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کم وی.

اجرائیه رئیس د ولسوالانو دنده امتیاز نه بلکې قربانی ده  چې په سختو شرایطو کې درنو ولسوال صاحبانو سیمه ییزه حکومتولی فعاله ساتلې ده.

د هېواد اجرائیه رئیس له ولسوالانو وغوښتل چې د خپلو ولسوالیو او ولسونو د اوسنی وضعِیت په اړه روښانه تصویر په لیکلی بڼه له سیمه ییزو ارګانونو سره شریک کړی، څو د کلیوالی سیمو د ستونزو د حل او پراختیایی چارو په موخه یې د حکومت له مشرانو سره شریک کړی.

اجرائیه رئیس د سولې په پروسې د ټینګار ترڅنګ په دې برخه کې د ولسوالانو ونډه مهمه یاده کړه او ویې ویل، چې د قومی مشرانو او مخورو رول د سولې په پروسه او د ثبات په تأمین کې حیاتی ارزښت لری.

اجرائیه رئیس وویل، چې د ملی یووالی حکومت د متوازن انکشاف او کلیوالی سیمو د پراختیا لپاره ژمن دی او ویې ویل، چې د ولسی تړون 

 پروګرام او د کلیوالی مېرمنو د پیاوړتیا پروګرامونه د همدې موخولپاره پیل شوی دی.

په دې کنفرانس کی د سیمه‌ ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالمتین بېک هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دې دوه ورځنی کنفرانس کې به په دې بحثونه وشی، چې څنګه کېدای شی د ولسوالانو ستونزې راکمې او ولسوالۍ د حکومتولۍ په فعالې بڼې بدلې کړی.

هغه وویل، چې ولسوالان به خپلې تجربې هم له یو بل سره شریکې کړی او په پای کې به د حکومت مشرانو ته په لیکلې بڼه خپل وړاندیزونه او پایلې وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید